د ایکنا راپور له مخې، د alroeya.ae ویبپاڼې نه په نقل، د دبی ښځو زندان مشرې جمیلة الزعابی اعلان کړې چې یو چایني ښځې د دبی زندان ته را تللو نه ورستو د قرآن کریم حفظ او دینی ښودو په ډله کښې ګډون وکړو او زیات تمایل یی اسلام ته پیدا کړو. څه موده بعد یی د خپلې مسلمانۍ اعلان وکړو او ټول قرآن کریم حفظ کول یی شورو کړو.
هغې دې بیان سره چې دا کار یی په سزا کښې د کمېدو سبب وګرځېدو او په اخیره کښې دا چایني ښځه ازاده شوه وویل: هغې له ازادۍ نه مخکښې د زندان چارواکو سره په چین کښې د قرآن کریم حفظ او ښودو مرکز پرانیستو په اړه خبرې کړې وې او د ازادۍ نه وروستو یی خپله کورنۍ مسلمانه کړه او یو ستر قرآن حفظ مرکز یی جوړ کړو او دینی علمونو او فقهي علمونو غونډې یی په دغه هیواد کښې شورو کړي.
الزعابی په ادامه کښې وویل: تراوسه پنځه بهرنې ښځو د دبی له زندان نه ازادې شوې او له پس ازادۍ نه یی په زندان کښې زدکړې مهارتونو نه استفاده سره په خپلو هیوادونو کښې دغه کارونو ته ادامه ورکړي او کامیابي دې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3765240