د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان ولسمشر پرون ناوخته د افغانستان د پوځ د یوه مرکز دلیدو په وخت په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، له طالبانو ډلې سره سوله ځینی قید و شرط لری او له دغې ډلې سره له شرطونو پرته یوازې خبرې اترې دی . دافغانستان ولسمشر د هغو شرطونو څرنګوالی ته چې له طالبانوډلې سیره دسولې داحتمالی موافقې لپاره په نظر کې نیول شوی ، کومه اشاره نه ده کړې.
اشرف غنی دسولې اوامنیت ټینګیدا او دجنګ مدیریّت کول ، دافغانستان دحکومت یو لومړیتوب دی ، ځکه دجنګ دمدیریّت نشتوالی ، دسولې بهیر ته تاوان رسولی شی .
دافغانستان ولسمشر همداراز په دغه هیواد کې د نوی حکومت دجوړولو لپاره د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت ټینګار کړی دی .
په همداوروستیو کې په افغانستان کې یو شمیر رسندویو په دغه هیواد کې دموقتی حکوت د جوړولو په باب بحثونه مطرح کړی ، چې دکابل د حکومت له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . ځینو رسندویو وئیلی دی ، دافغانستان دسولې په بهیر کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د طالبانو ډلې په غوښتنې سره ، د موقتی حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده . داپه داسې حال کې دی چې طالبانو ډلې هم دغه غوښتنه ردکړې او دروغ ئې بللې ده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78470