IQNA

نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی

23:53 - November 29, 2018
د خبر لمبر: 3481719
نړیواله ډله: دافغانستان په مسائیلو د غور دوه(۲) ورځنې نړیواله غونډه د سویزرلینډ په جنیوا کښې پرون پاې ته ورسیدله .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په جینوا کښې د خپل هیواد په اړه په نړیوالې غونډې کښې د افغانستان د ښاریزو د خواړو د مشکل د حل لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستې ټینګار وکړ .
هغه د جینوا په نړیوال کانفرنس کښې وویل چې په افغانستان کښې د کامل ثبات د رامینځته کولو او ددغه هیواد دښاریزو د خواړو د  مشکل د ختمولو لپاره د کرهنې ودې او پراختیا ته ضرورت شته او له دې کبله د سوداګری شیانو او د کرهڼې د  محصولاتو صادرات باید زیات شی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل په دغه هیواد کښې د کرهڼې پرمختګ له نشه ایزو موادو سره دمبارزې او ددغه توکو د له مینځه وړلو د بریالیتوب کلید ده .
د افغانستان دملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله هم د جینوا په غونډې کښې په دې خبرې سره د هیواد له څلوردیرشو(۳۴) ولایتونو څخه دوه دیرش(۳۲) ولایتونه د وچکالۍ له مشکل سره مخ دی ددغه هیواد دخلکو اقتصاد ته د نړیوالې ټولنې د پام غوښتنه وکړه .
عبداللله عبدالله وویل دافغانستان د دوه ویشتو(۲۲) ولایتونو څه دپاسه درې(۳) میلیونه خلک ضروری مرستو ته اړتیا لری .
دافغانستان په مسائیلو د غور دوه(۲) ورځنې نړیواله غونډه د سویزرلینډ په جنیوا کښې پرون پاې ته ورسیدله او د نړۍ څه دپاسه شپیتو (۶۰)هیوادونو پکښې ګډون کړی وو .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78509
captcha