IQNA

د لیبیا د سلطنت ماڼۍ د اسلامی خطاطی په نندارتون کښې تبدیل شوه

23:03 - December 02, 2018
د خبر لمبر: 3481724
نړیواله ډله: د ملک ادریس پادشاهۍ ماڼۍ چې د لیبیا پلازمینه په طرابلس ښار کښې ده د اسلامی خطاطی نندارتون کښې بدله شوه.
د لیبیا د سلطنت ماڼۍ د اسلامی خطاطی په نندارتون کښې تبدیل شوهد ایکنا راپور له مخې، د Arabic.euronews.com نه په نقل، علی یوسفي، د پوهنتون استاد او د زینب شاري خاوند دې سره د دې چې په لیبیا کښې په ستره توګه افراط شتون لرې د ملک ادریس په طرابلس کښې ماڼۍ(په لیبیا کښې له کال ۱۹۵۱ نه تر ۱۹۶۱) د اسلامی خطاطی په نندارې کښې بدل کړه.
یوسفی چې خپل هنري فعالیت یی له کال ۲۰۰۷ نه شورو کړې، په دې اړه وویل: اسلامی خطاطی په تخصصي توګه لیبیا کښې رواج نه لرې او زیاته تجربه هم په دې ډګر کښې نه لرې.
هغه زیاته کړه: دا شرایط چې اوس یی تجربه کوو، ډېر سخت کار دی، خو ولی مونږ دا پیغام ورکوو چې د هنر په ډګر کښې کار کول، په سوله کښې شمېرلې شې او د جنګ په وخت کښې د هنر کار د سولې معنا وکوې.
دا نندارتون د محلي اوسېدونکو لپاره یو فرصت ګڼلې کېږي چې د ملک ادریس له ماڼۍ نه کتنه وکړې او دا ماڼۍ چې د قذافې په وخت کښې د کتابتون او موزه عنوان سره ترې استفاده کېده، اوس هم ترې د ستر باغ په وسیله احاطه شوې او په طبرابلس کښې یواځې د سترو نندارتونو پيل کولو لباره ترې استفاده کېږي.
اسلامی ښکلا له اسلام نه ورستو په عربستان کښې پرمختګ وکړو او په منځني ختیځ او په ترکی کښې پراختیا ترلاسه کړه خو ولی د قذافی له اړخه د اسلامی کلتور پرمختګ لپاره د اهتمام نه کولو سره دغه هنر په لیبیا کښې پرمختګ ؤ نکړو.
محمد ادریس سنوسی چې په ملک ادریس سره پېژندلې کېږي په کال ۱۹۵۱ کښې له برېتانیا حمایت او د لیبیا له ایتالیا نه د خپلواکۍ نه ورستو د لیبیا پادشاه شوې وو، هغه د لیبیا لومړۍ او ځانګړې پادشاه وو چې له کال ۱۹۵۱ نه تر ۱۹۶۱ پورې حکومت کړې، هغه همدارنګه د اسلامی سنوسیه ډلې مشر هم وو، د ملک ادریس ترکی ته د علاج لپاره سفر نه ورستو، د قذافی په مشري کښې د ځنې قوماندانو له اړخه پاڅون سره د ملک ادریس حکومت تر پایی ورسېدو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3767750
captcha