IQNA

ترهګري او د هغې د ملاتړو د ماته خوړلې ډرامې تکرار

23:51 - December 09, 2018
د خبر لمبر: 3481745
نړیواله ډله: لویدیځ او د سیمې ځینو مرتجعینو د ایران د ولس د زیانمنولو لپاره د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیله، ترهګر تر خپل ملاتړ لاندې راوستل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ترهګرۍ ملاتړو په دې ډرامه کښې د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ واخلې تر کومَله او داعش پورې ډلو څخه ملاتړ وکړ. څو میاشتې مخکښې هم د (الاحوازیه) په نوم ډلګۍ له ترهګرو د هغوي ملاتړ په ډاګه شو او اوس د چابهار ترهګره پیښه په دغه لړلیک کښې ورزیاته شوه.یو ترهګر پرون (پنجشنبه) د چاودونکو توکو په یو ګاډي سره د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ولسوالۍ کښې د پولیسو په مرکز باندې د حملې نیت درلود خو کله چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شو نو خپل له چاودونکو توکو ډک ګاډی یې د دغې ولسوالۍ د پولیسو د مرکز په وره کښې وچاودوه.
په دغه حمله کښې دوه تنه شهیدان شول او د څو ښځو او ماشومانو په شمول څلویښت ملکیان سخت زخمي شول. د دې ترهګرې حملې ترسره کونکی هم هلاک شوی دی.
دې ترهګرې حملې یوځل بیا وښودله چې د ایران د ولس دښمنان د ایران د ناامنه کولو او د ارامښت او ثبات د ګډوډولو په تکل کښې دي.
جوته ده چې دښمنان د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار او پياوړتیا نه زغمي ځکه چې اسلامي جمهوري نظام یې په وړاندې ټینګ او کلک ولاړ دی او ترهګرو او د هغوي ملاتړو ته یې سخته څپیړه ورکړې ده.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ویاند سردار رمضان شریف په وینا، ترهګرې ډلې زیاتره د عربستان په شان بهرنیو امنیتي سروسونو پورې تړاؤ لري او تل د ایران په سرحدي سیمو کښې د ناامنۍ رامینځته کولو هڅه کوي.
څرګنده ده چې د فساد او تباهۍ مثلث یعنې امریکا، عربستان او اسرائیل د چابهار د پرونۍ پیښې په شمول د دې ترهګرو اقداماتو تر شا ولاړ دي.
د ایران په سویل او ختیځ کښې له ترهګرو ډلګیو د فارس خلیج د څنډې د ځینو مرتجع هیوادونو پراخ ملاتړ له چا پټ نه دی، تر دې چې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په پوره سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره ژمنه کړې چې د بې ثباتۍ او نښتو اور به د ایران خاورې ته دننه کړي او تل یې د ایران د اسلامي جمهوري نظام خلاف د ترهګرو د اقداماتو ملاتړ کړی دی.
د دې اقداماتو یو سپیره هدف په قامي او مذهبي مسایلو پورې د هغو تړل دي چې په واشنګټن، تل ابیب او ریاض کښې پلانیږي.
د نړیوالو چارو کارپوه سید هادي سید افقهي د ایران خلاف ترهګرو بریدونو کښې د امریکې د رول په هکله وايي: په دې پیښو کښې د ټرمپ څرګندونې د غور وړ دي، هغه په ځلونو ټینګار کړی دی چې په هره ممکنه وسیله به د ایران رژیم بدل کړي چې د ټرمپ د نظر وړ یوه لاره دا ډول ترهګرې حملې دي. هغه په ځلونو په ډاګه ګواښ کړی دی چې په ایران کښې دننه غلبلی جوړولی شي.
د ترهګرو ډلو د روحیې لوړول او د ایران او پاکستان د اړیکو خرابول هم د دې ترهګرو عملیاتو یوه بله موخه ده.
چابهار ښار د ایران یوه اقتصادي سیمه ده چې پکښې ډیرې پانګونې شوې دي. معلومه ده چې د دې حملې پلانونکي د دغې سیمې د امنیت د خرابولو او د هغې د اقتصادي رونق د کمولو کوشش کوي.
البته دا ډول ترهګر عملیات پوځي ارزښت نه لري او پلانونکي یې د هغوي ټاکلو اهدافو ته نه شي رسولی خو په دې کښې شک نشته چې ترهګر که هغه د هرې ډلې وي او د هر چا ملاتړ ورسره وي، د خپلو ترهګرو اقداماتو دروند تاوان به ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي هم وویل: د پیژندل شویو مرکزونو تر امر لاندې تشدد رامینځته کونکي او مرګ غواړي، که په هر ځاې کښې وي، ډیر زر به د دې جنابت د ترسره کولو سخت تاوان ورکړي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78738
captcha