IQNA

عمران خان له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان پر جدي هوډ ټینګار وکړ

10:40 - December 17, 2018
د خبر لمبر: 3481764
نړیواله ډله: د پاکستان وزیراعظم وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې د هیواد اراده او هوډ جدی دی.

عمران خان په یو پیغام کښې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې تیره جمعه د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي باندې د شوې ترهګرې حملې په غندلو سره چې پکښې شپږ ځواکونه وژل شوي او څوارلس زخمي شوي وو، وویل: دا کارونه له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د پاکستان هوډ نه شي کمزورې کولی.

هغه وویل چې د دغې ترهګرې حملې عاملان به ډیر زر وپیژندل شي او سخته سزا به ورکړی شي.

د ویلو ده چې د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي هم یاده ترهګره حمله غندلې او د پاکستان له حکومت او ولس په تیره بیا د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ویلې یې وو چې ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کښې له پاکستان سره پراخو ګډو ملګرتیاو ته تیار دی.

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78986

captcha