IQNA

د اویغور مسلمانانو شکنجه په اړه د اندونیزیا د پارلمان ګواښ

11:17 - December 17, 2018
د خبر لمبر: 3481768
نړیواله ډله: د اندونیزیا پارلمان د چین د حکومت له اړخه د اویغور مسلمانانو ته شکنجه، ازار او اذیت ورکولو په اړه ګواښ ورکړي، د اندونیزیا حکومت تر ټولو نه زیات مسلمانان لرونکې هیواد په توګه دغه حالات تر پایی رسولو غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د العرب الیوم خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د اندونیزیا پارلمان بهرنې اړیکو کمیسون په بیانیه کښې له دغه هیواد حکومت نه غوښته کړې چې د چین حکومت له سیاستونو نه چې د اویغور مسلمانان په خلاف چې د سین کیانګ ولایت په ترکستان  شرقي سیمه کښې ژوند کوې زورول او ازار ختم کړي.
د اندونیزیا پارلمان بهرنې اړیکو کمیسون مرستیال سوکومتا په دې اړه وویل: له حکومت غوښتنه کوو چې له خپلو دیپلماتیک چارواکو نه غوښتنه وکړې چې چینی چارواکو نه د اویغور مسلمانانو ښاریزه حقوقو تر خپو لاندې کولو نه مخنیوي باندې ټینګار وکړي.
هغه همدارنګه د نړۍ او په تېره د اسلامی هیوادونو نه غوښته وکړه چې د اویغور مسلمانانو نه حمایت لپاره په جدی توګه هڅې وکړي.
یادښتونه؛ په دې وخت کښې تقریباْ د اویغور اقلیتی ۱۰ ملیونه مسلمانان د چین په سین کیانګ سیمه کښې ژوند کوې چې د دغه هیواد د چارواکو له اړخه اقتصادي او دینی تبعیض سره مخامخ دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3772238
captcha