IQNA

د افغانستان په ختيځو ولایتونو کښې داعشيانو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

0:18 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481772
نړیواله ډله: د افغانستان د ننګرهار او کونړ ولايتونو ځاي چارواکو د دغو ولايتونو په مختلفو سيمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې او طالب مخالف وسله والې ډلې ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په ختیزو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سبلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وایی تیره ورځ د ملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو چې د بهرنیو قواو هوایی ملاتړ هم ورسره و د کونړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ په اړوند سیمه کی عملیات کړي چې پکې دنوموړي په ویناپنځه تنه داعش تکفيريان وژل شوي او یو بل ژوبل شوے دے  هارون یوسفزی په دغو عملیاتو کښی د ملکی وګړواو امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی خو همدا تیره اونۍ یادو ځواکونو چې دبهرنیو قواو هوایی ملاتړ ورسره و د کونړ ولایت دشولتن په ولسوالۍ کی د شپې په عملیاتو کې عامه وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوړوله چې په کور دننه او د باندی یی زيات سخت غبرګونونه راوپارول افغان حکومت په دغه پیښه کې د عامه وګړو د مرګ ژوبلی د پلټنې او عاملینو ته  د سزا ورکول ژمنه کړې خو  تر دې دمه دپلټنو پایلی نه دي په ډاګه شوې.د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند وویل په هغه هوائي برید کی چی تیره شپه د ننګرهار ولایت د هسکې مینی ولسوالۍ په تړلی کنډو سیمه کی تر سره شوڅلور تنه داعش تکفيريان ووژل شول او وسلی او مهمات یی هم له منځه لاړل  نوموړي وویل د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په اړوند ۲۹مه ویالی سیمه کی دافغان سرحدی ځواکونو او طالب ځواکونو تر منځ نښته کښې د طالب قوماندان نصرت کوچي په شمول ځلور تنه وسله وال طالبان ژوبل شوي دي نوموړي وویل په نښته کې امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلې  هارون یوسفزی وویل د ننګرهار ولایت د سره رود او خوګیاڼیو ولسوالیو په اړوند سیمو کښې د روانو عملیاتو په دوام کې یی یوه اندازه مهمات ، پوځی تجهیزات او یو موټر سایکل تر لاسه کړ او ګڼ نور کلي یی هم د مخالفینو له شتونه پاک کړي او عملیات په بریالي ډول  روان دي.
 http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78998
captcha