IQNA

د مسلمانانو اقلیت په خلاف د میانمار د ځواکونو عملیاتو بندیز

23:53 - December 24, 2018
د خبر لمبر: 3481805
نړیواله ډله: د میانمار ځواکونو یوه بیانیه کښې د څلور میاشتو لپاره د روهینګیا مسلمانانو خلاف خپل نظامي عملیات بندولو خبر ورکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د میانمار ځواکونو مشر د جمعه په ورځ یوه بیانیه کښې اعلان کړې چې دغه ځواک د دغه هیواد په شمالي سیمو کښې د ۴ میاشتو لپاره عملیات بنده وې، دارنګه ښکارې چې د دواړو طرفونو ترمنځه د سولې مذاکرات شورو کولو دا یوه نښه ده.
به دغه بیانیه کښې راغلې: پوځ خپل نظامي عملیات د دغه هیواد په شمال او شرق سیمو کښې تر ۳۰ اپرېل پورې بنده وې، انتظار دی چې نظامي عملیات بندول د پوځ له اړخه مذاکره کوونکو ته اجازت وي چې مذاکرات له دغه ډلو سره لاسلیک کړي او جنګ تر پایی ورسېږي.
د میانمار حکومت ویاند زاو هتای (Zaw Htay)په یو کنفرانس کښې چې د دغه هیواد په پلازمینه کښې پيل شو وویل: هیله لرم چې دا اقدام ښکلې پایلې ولري.
د میانمار پوځ له څو لسیزو نه د خپلواکۍ غوښتونکې اقلیتونو خلاف نظامي عملیات شورو کړې وو.
په کال ۲۰۱۱ کښې د کاچین (Kachin) پوځ او د میانمار د پوځ ترمنځه د تړون ړنګېدو نه ورستو، له ۱۰۰ نه زیات کسان له روهینګیا نه د دغه نظامي نښتو له کبله کډوال شوې دی.
ماونګ ماونګ سو، د میانمار سیاسي شنونکي وایئ: په تېرو درېو لسیزو کښې لومړي ځل دی چې د میانمار حکومت په یوځای د اوربند اعلان کړي، هغه زیاته کړه وېره دا ده چې دا اوربند به ټولو بحران وهلي ولایتونو ته شامل وې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3774356
captcha