د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دهغه تفاهم لیک په اساس ، چې پرون دپاکستانی پلاوی دمشر اصغر الطاف او دایرانی پلاوی دمشر رضا نفیسی په وسیله په تهران کې لاسلیک شوی ، دواړو لورو موافقه کړې، په پولو کې درست لګښتونه یوه بل ته اعلان کړی او دپولو په پروګرامونو کې دهر ډول بدلون په باب مقابل لوری ته اطلاع ورکړی .په دغه تفاهم لیک کې همدرااز دنړیوالو بیلګو په اساس د الیکټرانیکی اطلاعاتو دمبادلې دپروټوکول د اجرا او دهغو هروخت چمتووالی په ضرورت ټینګار شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79228