IQNA

په میانمار کښې د رویترز بندي خبریالانو استیناف محاکمه پيل کېږي

22:59 - December 28, 2018
د خبر لمبر: 3481820
نړیواله ډله: په میانمار کښې د محاکمه نن د رویترز دوه خبریالو غوښتنه اورېدلو چې د حکومتي اسرار څرګندولو په جرم په زندان محکوم شوې وو، ته ترسره شوه.

د ایکنا راپور له مخې د رویترز نه په نقل، د رویترز دوه خبریالو د استیناف محاکمه نن پیل شوه چې د دغه هیواد د مسلمانانو اقلیت قتل په اړه څېړنې کولو په وخت نیولې شوې وو د حکومتي راز څرګندولو په جرم باندې اووه کاله محکوم شو.
والون (Wa lone)۳۲ کلنه او کی اسو(Kyaw Soe) ۲۸ کلن د رویترز دوه خبریاله دې چې د سپټمبر به میاشته کښې د میانمار د پلازمینه په محاکمه کښې په اووه کاله محکوم شو.
استقن آدلر(Stephen J. Adler) د رویترز ستر مشر وایئ: مونږ انتظار کوو چې د میانمار په ستره محاکمه کښې ثابت کړو چې ولي باید د دغه محاکمې حکم بدل شي.
آنګ سان سو چی (Aung San Suu Kyi) د میانمار لارښود تېره میاشته ویلې وو چې د دغه دوه خبریالانو بندې کېدل د بیان ازادۍ سره هیڅ اړیکې نه لرې.
دې خبریالانو له نیولې کېدو نه مخکې د روهینګیا ۱۰ مسلمانانو قتل په اړه څېړنې کولې چې تېر کال په راخین ولایت کښې  د بودایی ښاریزو او امنیتي ځواکونو په برید کښې قتل شوې وو.
د ملګرې ملتونو سازمان د راپور له مخې، د میانمار د ځواکونو د دغه هیواد د مسلمانانو مېشته ولایتونو باندې د بریدونو له شورو کېدو له وخت، ۷۳۰ زره روهینګیا مسلمانانو بنګلادېش ته تېښته کړې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3775164
 
captcha