IQNA

هندي خطاط په لاس لیکلې قرآن کښې له ۷۰ کلو زرو نه استفاده کړې

12:10 - December 31, 2018
د خبر لمبر: 3481825
نړیواله ډله: یو هندي خطاط چې په قطر کښې له ۷ کالو نه مېشت دی په ټول قرآن لیکلو کښې کامیاب شوې او د دغه نسخې په سینګار کښې یی د ۱۸ عیار لرونکې ۷۰ کلو زرو نه استفاده کړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، د الرایه قطری ورځپاڼې ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم د آیتونو لیک ځانګړې قواعد، اصول او همدارنګه استعداد او تسلط ته اړتیا لرې.
محمد سلطان هندي چې په قطر کښې مېشت دې له هغه هنرمندو او خطاطانو څخه دی چې د ښځو د جامو ډیزاین دنده یی له لاس ورکړې او د قرآن کریم لیک او په دینی خطاطی کښې مشغول شی.
د دې هندي خطاط او هنرمند له قرآن سره عشق او مینه سبب شوه چې هغه په خپل شخصي او د ملګري شیخ فهید بشیر شعیب په پیسه ټول قرآن کریم د ۱۸ عیار لرونکې زرو سره ولیکې.
محمد سلطان چې د قطر په الغرافه سیمه کښې کار کوې، وایئ پخپله ۵ کلن وو چې د خط او ډیزاین په ډګر کښې مشغول وو او تراوسه د زیاتو هنرمندو لپاره لکه د هند مشهور هنرمندو ښځو لپاره یی جامې ډیزاین کړې دې او د هغه ډیزاین شوې جامی په سراسر هند کښې ډېر زیات شهرت لري.
هغه له ماشومتوبه خطاطی سره مینه لرله خو ولی تقریباْ چې ۲۵ کلن شو نو دوحه ته راغللو او د عربي ژبې د خطاطی زدکړې یی ترلاسه کړې او په دغه کښې پرمختګ وکړو.
محمد سلطان دې ته اشارې سره چې له دې نه ورستو چې ما د ښځو د جامو ډیزاین دنده نه لاس واخیستو او د زرو نه استفاده سره می د قرآن کریم لیکلو کار شورو کړو وویل: د ټول قرآن لیکل د ۱۸ عیار خالص زرو سره ترسره شوې او ۷ کاله یی وخت اخیستلی او د هغې د لیک او د ډیزاین په اوږدو کښې یی له کمپیوټره استفاده نه ده کړې او د قرآن کریم د لیک کار یی ټول لاس سره کړي دي.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم د آیتونو لیک او شمېره لږول می لاس سره کړې او بیا می د سروزرو ټوټې د قرآن کریم په آیتونو اېښودلې څه دارنګه چې لکه قرآن کریم ټول سرو زرو سره لیکلې شوې وې.
محمد سلطان څرګنده کړه: د دې قرآن کریم په لیک کښې له یوې خاصې پاڼې چې د امریکا جوړه ده او ۲۴/۱۸ او ۳۰/۲۲ ابعاد لري نه استفاده شوې ده، او دارنګه د قرآن کریم د هرې سپارې وزن تقریباْ ۲۵ کلو ګرم او د ټول قرآن کریم وزن تقریباْ تر ۷۵۰ کلو ګرم رسېدلي دی.
د ټول قرآن کریم لیک د ۱۸ عیار لرونکې ۷۰ کلو ګرم سرو زرو سره او د هرې پاڼې مخ او شاته لپاره د سرو زرو د ټوټې له دانو نه هم استفاده شوې ده او تقریباْ ۱۰ ملیون او ۴۳۰ زره قطری ریاله لګښت پرې شوې دې.
هندي خطاط په لاس لیکلې قرآن کښې له ۷۰ کلو زرو نه استفاده کړې
هندي خطاط په لاس لیکلې قرآن کښې له ۷۰ کلو زرو نه استفاده کړې
هندي خطاط په لاس لیکلې قرآن کښې له ۷۰ کلو زرو نه استفاده کړې
captcha