IQNA

د ګډو ملګرتياو په دوام د ايران او افغانستان تاکيد

22:57 - January 06, 2019
د خبر لمبر: 3481842
نړیواله ډله: د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر د دوستانه او ګډو ملګرتياو په دوام تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزير مرستيال سيد عباس عراقچي پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرائي مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کښې په افغانستان کښې له ولسواکۍ او د انتخاباتو له جوړېدو څخه په ملاتړ سره وويل، د دواړو هېوادونو د تجارتي مبادلاتو اندازه پکار زياته شي.
عراقچي د ګډې ملګرتياد بشپړه سند د برابرولو لپاره د ايران او افغانستان د ګډو کمېټيو د غونډې جوړېدو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، دغه سند دې زرترزره حتمي شي.
د ايران د خارجه وزير مرستيال همدارنګ د دې په بيانولو سره چې له طالب ډلې سره د تهران خبرې اترې د افغان حکومت په غږملتيا سره ترسره شوې دي وويل، ايران له افغان حکومت او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت سره د صلحې له خبرو اترو ملاتړ او حمايت کوي.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدا لله عبدا لله هم په دغه کتنه کښې له طالب ډلې سره د ايران له خبرو اترو څخه په قدرونې سره وويل، د کابل حکومت له صلحې څخه ملاتړ کوي.
عبدا لله عبدا لله له افغان مهاجرينو څخه د ايران د کورباتوب په ستائنې سره په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د زياتولو غوښتنه وکړه.
سيد عباس عراقچي له دې مخکې د افغانستان له ولسمشر او د خارجه وزير له سياسي مرستيال ادريس زمان سره خبرې اترې وکړې.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i79474
captcha