د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، پژواک خبري آژانس لیکلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد به په دې ١٤ ورځني سفر کې هندوستان، پاکستان، چين او افغانستان ته سفرونه وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دغه ځل په دغه سفر کې له خليلزاد سره يو شمېر نور چارواکي هم ملتيا کوي او په خپلو ليدنو کې به د افغانستان د صلحې په پروسې سلا مشورې او خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د خليلزاد د دغو سفرونو موخه د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هوارول دي.
له دغه سفر مخکې ټاکل شوې وه چې په سعودي او يا هم قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د صلحې د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو ترسره شي، خو ويل کېږي چې د خبرو پر اجنډا د دواړو لورو د اختلافاتو له امله دا ناستې وځنډول شوې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې چې هېواد يې غواړي د افغانانو له هيلو سره سم په دغه هېواد کې جګړه پاى ته ورسوي او يو سياسي جوړ جاړي ته لاره هواره کړي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79553