IQNA

د افغانستان په ختيځ کښې د طالبانو او داعش ترهه ګرې ډلې ترمېنځ نښته

13:23 - January 10, 2019
د خبر لمبر: 3481853
نړیواله ډله: د افغانستان په ختيځ کښې د طالب ډلې او داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې ترمېنځ د نښتې په نتيجه کښې له دواړو خواو لږ تر لږه پنځوس تنه ووژل شول.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د کنړ ولايت ځاي چارواکو نن وويل، د دغه ولايت په مانوګي ولسوالۍ کښې د طالبانو او داعش ترهه ګرې ډلې ترمېنځ نښتې له تېرو پينځو ورځو راهسې روانې دي.د دغه رپوټ له مخې د دغو نښتو له کبله تر اوسه د داعش ترهه ګرې ډلې تقريباً دېرش تنه او د طالب ډلې تقريباً شل تنه وژل شوي دي او د دواړو خواو يو شمېر هم ژوبل شوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79585
captcha