IQNA

په ګرجستان کښې د انقلاب بریالۍ څلوېښتم کلیزه پيل کېږي

10:44 - January 27, 2019
د خبر لمبر: 3481889
نړیواله ډله: د ګرجستان په پلازمینه تفلیس کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د انقلاب بریالۍ څلوېښتمې کلیزې پروګرامونو اعلان وشو.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان نه په نقل، په تفلیس کښې د ایران کلتوری سازمان د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان د علمي مرستیالې برخې او د هیواد نه بهر د ایرانیانو چارو او کلتور همکارۍ ادارې په همکارۍ سره د ایران اسلامی انقلاب څلوېښتمې کلیزې هنري او کلتوری ځانګړې پروګرامونه پيل کوې.
د خطاطی او انځورونو نندارتون به د تلفیس په ایوانه جاواخویشویلی حکومتي پوهنتون د کتابتون د نندراې په تالار کښې د بهمن ۱۷ نه تر ۲۲ تاریخ پورې پيل کېږي، په دې نندارتون کښې به د ایران ۲ هنرمندو چې له تهران هنر پوهنتون نه ګډون کوي.
سره د دې د بهمن میاشتې ۲۲ تاریخ باندې د ایران اسلامی انقلاب کلیزې جشن مراسم د جمهوری اسلامی ایران سفارت په تالار کښې د ایرانیانو لپاره په ځانګړې توګه پيل کېږي.
همدارنګه، د ګرجستان ۱۹۵ شمېره مدرسې په ۱۹ بهمن میاشتې ایرانی او ګرجی مدرسې پنځه محصلانو ملګرتیا نهم نندارتون پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3784308/
captcha