IQNA

عالمان وایي د نوي کال لمانځنه ستونزه نه لري

21:44 - February 02, 2019
د خبر لمبر: 3481918
نړیواله ډله: په بلخ کې یو شمیر دیني عالمان وايی نوروز لمانځنه حرامه نه ده 
د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په بلخ کې یو شمیر دیني عالمان وايی نوروز لمانځنه حرامه نه ده او دا د طبیعت د ژوندي کیدو او د لوی خدای د حکمتونو او لویې یوه نښه ده چې بیرته طبیعت ته ښکلا او ژوند ور بښي.
په بلخ کې دیني عالمانو دا څرګندونې په یوه غونډه کې کړې دي، دا غونډه له هغه وروسته جوړیږي چې یو شمیر عالمانو د نوروزلمانځل حرام  بللې و. د بلخ د حج او اوقافو رییس محمود دانشجو چې دا غونډه یې رابللې وه وايی یوبل ته د نوي کال په مبارکې ورکولو څوک نه کافر کیږي.
دوی وایي د نوروز میله یو دودیز جشن دی او که یی څوک لمانځي ستونزه نه لري. د بلخ د عالمانو شورا غړی محسن دانش هغه ملایان افراطیان ګڼی چې د نورو ز لمانځنه یې د اسلامي ارشاداتو خلاف عمل بللی دی.
بچوې: ایکنا
captcha