د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهنمل ډاکټر یحیی فهیم تلوسې راډیو ته وویل په یاد مرکز کې به د پوهنتون استادان او زده کړیالان علمي څیړنې کوي او په انټرنیټ به خپرېږي ترڅو په نورو هیوادونو کې تري خلک ګټه واخلي.
نوموړي وویل چې اوس مهال د ننګرهار پوهنتون استاد ان د هیواد په کچه په ساینسي او اجتماعي برخو کې څیړنې کوي.
فهیم وویل چې تر دې وړاندې هم د پوهنتون استادان او محصلینو په بېلابېلو برخو کې څیړنې کړي خو څیړنو ته یې نه پاملرنه او د یو معلوم مرکز نشتوالي له امله پایلې نه درلودې.
د ننګرهار پوهنتون د څیړنو او مطالعاتو مرکز مشرپوهنوال ډاکټر سید ضاالحق بنوري وایي جلال اباد ښار ته د پراختیا په موخه هم څیړنه کوي او د همدي څیړنې پرمټ به ښار ته د پراختیا یو اوږد مهاله پلان جوړوي چې په پلي کیدو سره به یې ښار کې شته بې نظمي او ککړتیا ختمه شي.
د ننګرهار پوهنتون په دیارلس پوهنځیو کې دا مهال نږدې شپاړس زره ښځینه او نارینه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې د نږدي پنځه سوه استادانو له لوري د تدریس چاري پرمخ وړل کیږي.