د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان وايي، د لښکرګاه- کندهار د لارې په مربوطاتو کښې د شويو عملياتو له کبله د طالبانو د يوه مهم قوماندان په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان شوي دي.
عبدالسلام د وژل شوي طالب قوماندان نوم قاري جانان ياد کړی دی.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند رسنیو ته وويل چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ١٠ کيلومتره پرمختګ کړی او د طالبانو ۸ مهم پټنځي يې له منځه وړي دي.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.