IQNA

فعالان: قوانین دې په ټولو یو ډول پلی شي

23:13 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481935
نړیواله ډله: په لوګر ولایت کې فعالان او د پوهنتون استادان وايي، چې په هیواد کې قانون په سم ډول نه پلی کئږي او  ګڼې ستونزې ورڅخه راولاړې شوې دي.
د ایکنا راپور له مخې، د محور نیوز نه په نقل، محمد عزیز عابد، چې د لوګر پوهنتون استاد دی زیاتوي، چې د قانون په سم ډول نه پلې کېدل د هیواد د ټولو میشتو قشرونو په زیان دی او د افرادو حقونو له منځه وړي.
وحیدالله د لوګر پوهنتون یو  بل تن استاد دی، دی د قانون په اړه د عامه پوهاوي نشتون د قانون د تطبیق پرواندې لوی خنډ بولي او زیاتوي، چې یاده چاره ددې باعث شوې تر څو قانون په سم ډول پلی نشي.
دی د دې ترڅنګ غوښتنه کوي، چې قوانین د هیواد په ټولو اتباعو باید یو ډول پلی او عملي شي.
عبدالناصر ستانکز د لوګر  پوهنتون مشر دی ، دی وايي، چې د قوانین د سم ډول تطبیق لپاره اړینه ده، چې ښه اساسي قانون موجود وي ، ترڅو نورو قوانین په سم ډول د اساسي قانون تر چتر لاندې تطبیق شي.
یاده دې وي، چې د هیواد زیاتره لرې پرتې ولسوالۍ په ډېره کمه کچه لوستی قشر لري، چې ځينې يې د قوانینو په اړه خبراوی لري، خو په زیاته کچه هغه وګړي، له قوانینو څخه ناخبره پاتې دي، چې  په لرږ پرتو ولسوالیو کې اوسېږي ، نالوستي دي  او پدې اړوند د عامه پوهاوي لپاره لازم پروګرامونه ورته په لاره ندي اچول شوي .
captcha