د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه وازرت ویاند، پوهندوی فیصل امین وویل: چې په انټرنټي شبکه کې د لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکي زده کړو پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د زده کړو لومړنی آنلاین سیستم (AfghanX) چې Massive Open Online Courses (MOOCs) آنلاین کورسونو لرونکی دی، چمتو او عملاً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مینه وال کولای شي، چې د انټرنټ په مرسته له دغه سیستم څخه د وخت او ځای له محدودیتونو پرته په هر ځای او هر وخت کې د لومړنیو امکاناتو ( ځیرک ټیلیفون او لپټاپ کمپیوټر) په لرلو سره د هیواد او نړۍ د معتبرو پوهنتونو د MOOC کورسونو ته لاسرسی پیدا کړي او د خپلې مسلکي وړتیا د لوړولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، بهر ته د زده کړو لپاره د محصیلینو د لېږلو په اړه وویل، چې په ۱۳۹۷ کال کې ۴۸۵ تنه د لیسانس، ۸۷۴ تنه د ماسټرۍ او ۱۹۲ تنه د دوکتورا پروګرام لپاره د ۴۱ بهرنیو هیوادونو پوهنتونونو ته لېږل شوي دي.