د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په ننګرهار کې د ښځو چارو رئیسه مېرمن فتانه عزیز تلوسې راډیو سره په خبرو کې وویل روان کال چې اوس یې د پای ورځې دي له دوی سره د اجباري ودونو ۱۲۲ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په تیرو کالونو کې دا کچه خورا لوړه وه .
مېرمن فتانې وویل د دغو پیښو له جملي شپږ هغه یې د دوی له لورې په عدلي او قضایي ادارو کې څارل کېږي.
د ښځو چارو رئیسې وویل په روان کال کې له دې امله په دې ولایت کې د اجباري ودونو په پیښو کې کموالی راغلی چې له یوې خوا د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او له پله پلوه عدلي او قضایي ادارو ته د خلکو لاسرسی هم زیات شوي.
خو په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي وایي لاهم په جبر د مېرمنو ودولو د پیښو له امه اندیښمن دي.
د دغې دفتر د ښځو د برخې مشره انجینر هاشمه شریف وایي دیني عالمان په ټولنه کې مهم رول لري او خبري یې هم خلکو ته د باور وړ دي نو عالمان دي باید د اجباري ودونو د نکاح له تړلو ډډه وکړي او دا چاره به د دي لامل شي چې څوک په جبر انجلې ځانته کوژده نکړي.
یو شمېر مدني فعالان بیا پر دې اند دي چې په جبر واده کول د کورنۍ نظام د ګډوډوۍ لامل او د اولادونو د ناسمي روزني سبب ګرځي.
http://talwasa.af/2019/03/06/