IQNA

پکتیاوال: زموږ محصلین مه وژنئ!

13:35 - March 22, 2019
د خبر لمبر: 3482040
نړیواله ډله: پدې وروستیو کې دا څوم ځل دی، چې د پکتیا ولایت اړونده په زرمت ولسوالۍ د شپني او هوايي عملیاتو پرمهال ملکي خلک وژل کيږي، چې ډېری وژل شوي پکې دپوهنتون محصلین وي.
د ایکنا راپور له مخې، د  نه په نقل، له نن څخه نږدې څو ورځې وړاندې دې ورته په همدې ولسوالۍ کې د شپني عملیاتو پرمهال د یو پلار په ګډون درې زامن او یو دهقان ووژل شول.
په همدې حال کې نن ورځ ددې ولسوالۍ اوسیدونکي ددې وژنو او شپنیو عملیاتو د بندیدو په غبرګون د څو شيبو لپآره د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.
دوی له حکومته غوښتنه کوله، چې د ملکي خلکو وژنه او  شپیني عملیات دې بند شي او په خبره يې دلته نظام او قضا شته، له وژنې مخکې دې پرې جرم ثابت او وروسته دې له قانون سره سمه سزاء ورکړل شي.
اعتراض کوونکو په خپلو خبرو کې د پکتیا والي ګرم او دیادو وژنو مسول يې وباله او زیاتوي، دوی پوهېږي، چې شته حکومت صلاحیت نلري، څو دوی د بهرنیو د ټوپک له شپیلۍ څخه
اعتراض کوونکي وايي، له دې څو واره وړاندې يې په بار بار  ددې وژنو، بمباریو او شپنیو عملیاتو دبندیدو غوښتنه کړېده، خو تردمه پورې يې چا غږ ندی اوریدلی .
اوسیدونکي زیاتوي، که داځل يې غږ  وانه وریدل شي، نو په سلګونه تنه به د ارګ مخته د
بل لورته د پکتیا ولایت مقام ددوی خبره ردوي، چې ګواکې ولایتي اداره ګرم ده او وايي، د بیلابېلو  هغو پېښو چې ملکي خلک پکې وژل شوي دڅېړنې لپآره يې هیت ټاکلی دی څېړنه يې کړې او زیاتره ترسره شوي شپني عملیات د دوی له همغږي پرته کيږي .
 د پکتیا والي شميم خان کټوازی وايي، دوی به د ګډ هیت له ټاکلو وروسته معلومه کړي، چې په یادو پېښو کې ملکي خلک د کوم لامل پر اساس وژل شوی .
د اعتراض کوونکو په خبره د وروستیو ترسره شوی عملیاتو پرمهال پدې ولسوالۍ کې نږدې ۷۳ کسان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي
دا لومړی ځل ندی، چې د زرمت ولسوالي اوسیدونکي د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون راټول شوي ، بلکې له دې وړاندې يې هم له بیلابېلو لاره یاد غږ پورته کړی، خو تراوسه يې پورته شوی غږ ندی اورېدل شوی .
http://talwasa.af/2019/03/21
captcha