IQNA

د سعودی عرب له سوریه نه د وارداتو لپاره د ژوندي څاروو غوښتنه

10:44 - March 29, 2019
د خبر لمبر: 3482058
د سوریه تجارتي وزارت د سعودي عرب لومړي ځل د بحران شورو کېدو نه ورستو په رسمي توګه د وارداتو لپاره د ژوندي څاروو غوښتنې خبر ورکړو.
د ایکنا راپور له مخې، فارس لیکې: په سوریه تجارتي وزارت کښې یوې سرچینې خبر ورکړې چې سعودی عرب لومړي ځل د بحران شورو کېدو نه ورستو په رسمي توګه د وارداتو لپاره د ژوندي څاروو اخیستلو غوښتنه کړې ده.
د سوریه داماس بوست خبرونو ویبپاڼې له راپور، دغه سوری سرچینه وایئ چې د پسونو صادراتو شورو کولو نېټه(۱ اپرېل، ۱۲فروردین) نږدې کېدو سره سعودی عرب له سوریه نه په رسمي توګه د نر پسونو او وزو صادر کولو غوښتنه کړې ده.
د دغه راپور له مخې، دا غوښتنه په داسې وخت چې د پسونو صادراتو شورو کولو مجازه نېټه ۱ اپرېل ده، کړې ده چې د زېږېدو موده یی ختم شوې ده.
داماس پوسټ خبر ورکړې چې د سوریه اقتصاد او تجارت وزارت د پسونو او وزو په اپرېل میاشته کښې د صادرات شورو کولو سره موافقه کړې ده. د پسونو صادرات د هر کال له لومړي دیسمبر نه د بل کال تر لومړي اپرېل(د مارچ تر اخیره) نه د بل کال(دیسمبر، جنوري، فروري، مارچ) پورې منع دی.
د دغه راپور له مخې، د تجارت وزارت وایئ چې د کرنې او کرهنې اصلاحاتو وزارت د وینا له مخې، د څاروو زېږېدلي د تېر کال پرتله دې کال ډېر زیات شوې دی.
د ژوندي څاروو له سوریه نه سعودی عرب ته صادرات له کال ۲۰۱۱ نه او د سوریه خلاف جنګ شورو کېدو نه ورستو بند شوې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3800173
 
captcha