IQNA

داعش ترهګرې ډلې د کویټه بم چاودنه کړی ده

22:35 - April 14, 2019
د خبر لمبر: 3482096
نړیواله ډله: دپاکستان حکومت زمونږ له بیا بیا غوښتنو او اعتراضونو سره مونږ ته دامنیت په برابرولو کښې ناکامه دی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د داعش وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې خبری اژانس عماق (Amaq news agency)پرون وویل ددغه ډلې یوه(۱) غړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د هزاره قوم دغړیو پرضد ترهګره بم چاودنه کړی ده چې له کبله یې شل (۲۰)بې ګناه خلک وژل شوی او اته څلویښت(۴۰) نور ژوبل شوی وو .دغه راز د طالبانو یوې(۱) ډلې د کویټه دترهګرې بم چاودنې مسولیت اخیستی وو او ویلی یې دغه بم چاودنه یې د لشکر جهنګوی وهابی ترهګرې ډلې په مرستې سره کړی ده .
لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې چې دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، امریکااو دصهیونیسټ رژیم مالی او پوځی ملاتړ لری له تیرو څو کلونو راهسې په پاکستان کښې په زرګونو شیعه مسلمانان چې اکثره پکښې ډاکټران ،انجنیران او لوړرتبه حکومتی چارواکی دی وژلی دی .
دپاکستان په کویټه کښې د هزاره قوم غړو پرون د پرله پسې دوهمې(۲) ورځې لپاره پرلتې ووهلې او د عدالت او د انصاف دترسره کیدا غوښتنه یې وکړه .
هغوې د هزاره قوم د غړیو لپاره د امنیت د برابرولو او د ترهګرو حملو ذمه وارو کسانو  ته د سزا د ورکولوغوښتنه وکړه .
دکویټه دهزاره قوم یوه(۱) غړی کاظم رضا هزاره  چې په پرلتې وهلو کښې یې ګډون دی وویل دپاکستان حکومت زمونږ له بیا بیا غوښتنو او اعتراضونو سره مونږ ته دامنیت په برابرولو کښې ناکامه دی .
داعش ترهګرې ډلې د کویټه بم چاودنه کړی ده
د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل (Amnesty International)هم په یوې(۱) بیانیې کښې ویلی دکویټه بم چاودنه د ډیرو دردونکو حملو یادونه کوی چې په تیرو څو کلونو کښې دهزاره قوم د غړو پرضد شوی دی .
د بخښنې دنړیوال موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل د جنوبی اسیا دچارو مسول عمر وړایچ ( Omar Waraich) وویل دپاکستان حکومت هرځل وعدې ورکوی چې دهزاره قوم دغړو د ژوند دساتلو لپاره نور اقدامات وکړی خو هرځل دغه ژمنې نه دی عملی شوی اوناکامه پاتې دی .
داعش ترهګرې ډلې د کویټه بم چاودنه کړی ده
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i81505
captcha