IQNA

پښتین: عمران خان غلطه لهجه اوري خو تشدد بیا نه ویني

11:17 - April 23, 2019
د خبر لمبر: 3482109
نړیواله ډله: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دا د حاکمیت او محکومیت وروستی حد دی چې یو څوک غلط کار کوي هغه باندې سترګې پټېږي خو یو بل چې غلط کارونه په الفاظو غندي هغه بیا ګنهګار بلل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دا د حاکمیت او محکومیت وروستی حد دی چې یو څوک غلط کار کوي هغه باندې سترګې پټېږي خو یو بل چې غلط کارونه په الفاظو غندي هغه بیا ګنهګار بلل کېږي.

نوموړي په یوه مرکه کې د څو جنرالانو نومونه اخیستي دي چې په خبره یې هغوی خپله، په خپلو لیکنو کې له ترهګرو سره لاس لرل منلي دي خو حکومت یې پر وړاندې پټه خوله دی خو دوی چې د هغوی بد کارونه په خپلو الفاظو بیانوي بیا ګنهګار دي.

پښتین زیاته کړې پاکستان دې د دوی غوښتنې ومني څو دوی خپله لهجه سمه کړي. هغه دغه راز زیاته کړې، که د پښتنو پر خاوره همداسې ترهګري روانه وي نو د دوی لهجه به نوره هم تونده شي. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي چې د پې ټي ایم غوښتنې معقولي خو لهجه یې سمه نه ده.
http://talwasa.af/2019/04/22

captcha