IQNA

پاکستان د دې کال او د راروان څلورو کالو د عیدالفطر د تاریخ اعلان وکړو

13:10 - May 30, 2019
د خبر لمبر: 3482206
نړیواله ډله: پاکستان په دغه هیواد کښې د قمري کلینډر او لید ویبپاڼې پرانستو سره، د دې کال د فطر د اختر تاریخ او د راروان ۴ کالو اخترو تاریخ اعلان کړو.

د ایکنا راپور له مخې، خلیج ټایمز نه په نقل، فواد حسین چودهري، د پاکستان د علم او ټکنالوژی وزیر، په دغه هیواد کښې د سپوږمۍ لید او قمري تقویم ویبپاڼې پيل کړه چې د هغې پر اساس د پينځه کالو د فطر د اختر تاریخ په کښې ټاکلې شوې دې.
هغه زیاته کړه: د دغه قمري تقویم پر اساس چې د کارپوهانو همکارۍ سره جوړ شوې، د دې کال د فطر اختر به د چهارشنبه په ورځ(۱۵ خرداد) او د قربانۍ اختر به پیر په ورځ(۲۱مرداد) باندې وې، هم د دغې پر اساس د راروانو څلورو کلونو اخترونو ورځې هم ټاکلې شوې دې.
هغه دې ته اشارې سره چې د دې قمري تقویم له لارې نه غواړو د دینی عالمانو رول له کم کړو وویل: باید له د ورځنې ټکنالوژۍ نه د سپوږمۍ د لید لپاره استفاده وکړو.
په پاکستان کښې د قمري تقویم جوړ شوې ایپلیکیشن چې د هوا پېژندنې او د فضا د څیړنې د کمیټې په مرسته تیار شوې له نن نه به د ګوګل پلۍ سایټ باندې موجود وې.
http://iqna.ir/fa/news/3815160
captcha