د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل،د فلسطين اليوم خبري سائيټ د رپوټ له مخې د نړۍ د مختلفو هېوادونو لکه ايران، انډونېشيا، ملېشيا، عراق، هند،پاکستان، امريکې،افغانستان، آسټريليا اروپائي او افريقائي هېوادونوو په مختلفو ښارونو کښې د فلسطينيانو په حق کښې او د صهيونېسټ رژيم په خلاف پراخې مظاهرې اوشوې.نن په زرګونو فلسطينيان هم په داسې حال کښې د جمعې د نمانځه ادا کولو او د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځنې لپاره مسجد الاقصی ته ځانونه ورسول چې صهيونېسټي فوځيانو قدس شريف ته د فلسطينيانو له ننوتلو لپاره بې مخينې امنيتي تدابير غوره کړي وو.
په دغه بهير کښې عبدا...غيث نومې يو شپاړس کلن فلسطيني زلمے چې د قدس د ورځې په مراسمو کښې د ګډون لپاره يې ځان مسجدالاقصی رسول غوښتل د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره په شهادت ورسېد.
د نړۍ په مختلفو هېوادونو اوسيمو کښې د قدس د نړيوالې ورځې د لاريونونو تفصيلي خبرونه به زمونږ په راتلونکو پروګرامونو کښې واورئ.