IQNA

د «قدس ورځ» د افغانستان د خلکو د یرغلګرو خلاف فریاد وو

10:21 - June 01, 2019
د خبر لمبر: 3482214
نړیواله ډله: د افغانستان خلکو د روژې د مبارکې په وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په ترسره کولو سره، د نیواکګرۍ او ظلم او ستم خلاف چغې پورته کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې نه په نقل،د ایرنا د خبر له مخې، د کابل ښار زرګونو خلکو پرون د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم له منګولو د نیواکي فلسطین د آزادۍ غوښتنه وکړه.په دې موقع د افغانستان د اخوتِ اسلامي شورا مشر مولوي حبیب ا... حسام وویل: اسلامي هیوادونو ته پکار دي چې د صهیونیسټي رژیم خلاف راپورته شي او د فلسطین مظلوم ولس او دغه سپيڅلې خاوره د دغه رژيم له نیواکه خلاصه کړي.
هغه زیاته کړه: د مسجدالاقصی موضوع د اسلامي امت د اعتقاد او ایمان مسئله ده او په هم دې وجه د قدس ورځ د هیریدو وړ نه ده.
په هرات ښار کښې هم زرګونو روژتي افغانانو په یو لړ مراسمو کښې نیواکګرو خلاف د شعارونو په ورکولو سره له صهیونیسټي رژیم د قدس شریف د آزادیدو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د افغانستان د شمال او لویدیځ خلکو هم د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو په ترسره کولو او د صهیونیسټي رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره، د دغه رژيم بیرغ وسوزوه.
https://www.irna.ir/news/83335534
captcha