IQNA

په فلیپین کښې ښځو ته د قرآن کریم د ښودنې زدکړې + انځور

22:46 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482232
نړیواله ډله: د قرآن کریم د ښودنې دغه کلاسونه په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان په دارالقرآن کښې د فلیپین ښځو ته ښودلې کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، له فلیپین نه، د قرآن کریم په آیتونو کښې تدبر ځانګړې کلاسونه او همدارنګه د قرآن کریم د کلاسونو اداره کولو طریقه د ایران نه اعزام شوې روحانى حجت الاسلام و المسلمین محمد رضا دستمالچی(مصلح) په شتون کښې د قرآن کریم د ښودنې کلاسونه په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان دارالقرآن کښې پيل کېږي.
دا کلاسونه چې په ځانګړې توګه او د حجت الاسلام دستمالچی په شتون کښې په درې برخو کښې د فلیپینې ښځو لپاره پیل کېږي.
لومړي د حمد او سوره توحید تفسیر او تدبر او په اخیره کښې هم د قرآن کریم کلاسونه څه رنګه اداره کول ډېر په لنډه توګه د قرآن کریم د ښودنې زدکړې ترلاسه کوونکو ته وړاندې کېږي.
په اخیره کښې هر یو قرآن زدکړه ترلاسه کوونکې کم وخت لپاره، د کلاس اداره کول د استاد په شتون کښې، په عملي توګه وړاندې کوې او له دغه ورستو به امتحان، او بیا د هر یو کس په دوتنه کښې د هغه نتیجه ثبت کېږي.
 
http://iqnanews.ru/fa/news/3817579
captcha