د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، دا کنفرانس پرون د کارګل په ښار کښې د هند لوېدیځ په شمالي برخه کښې په شیعه مېشته سیمه کښې پيل شو او ګډون کوونکو په دغه مراسمو کښې د امام خمیني یادونه ولمانځله.
ځنې مشهور ایرانی شخصیتونو هم په دغه مراسمو کښې ګډون وکړو چې د هغو نه حجت الاسلام محمد رضا صالح په هند کښې د جامعة المصطفی العالمیة مشر، احسان الله شکر الهي په دهلی نو کښې د فارسی ژبې څېړنو مرکز مشر، مهدی خواجه پیری په دهلی نو کښې د نور فلم مرکز مشر او حسین خور یاني د جامعة المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة مالي چارو مرستیال او د هند په شمالي برخه کښې پروت د لداخ سیمې او د جامو او کشمیر عالمانو ته اشاره کولې شو.
د کارګیل خلکو په دغه پروګرام کښې د ایران د خلکو د دښمن او د نړیواله استکبار له اړخه بندیزونو په مقابله کښې مقاومت ولمانځلو او د اسلامی انقلاب بنسټ ایښودونکی لارې ته ادامه ورکولو باندې ټینګار وکړو.
وایئ، د کارګیل خلک ۸۰۰ کاله دی چې تشیع مذهب یی قبول کړې او د اسلامی انقلاب د بریالۍ نه ورستو یی د امام خمیني مکتب پیروي شورو کړې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3818097