IQNA

د ۳۳ورځنی جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د سیدحسن نصرا...مرکه

10:00 - July 14, 2019
د خبر لمبر: 3482296
نړیواله ډله: له المیادین ټیلیویژنی چینل سره د حزب ا...د ولسی غورځنګ دعمومی منشی د څرګندونو ترټولو مهم اړخ،په تیرو دیارلسو کلونو کې د مقاومت د چورلیز د دفاعی او یرغلیزقدرت او توانمنیو پر زیاتیدا ټینګار دی .

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا... بیګاله  المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبروکې چې د ۳۳ورځنی جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت شوی،پر لبنان و سیمې ئې د دغه جنګ  اغیزې  بیان کړې .

له المیادین ټیلیویژنی چینل سره د حزب ا... د ولسی غورځنګ دعمومی منشی  د څرګندونو  تر ټولو مهم اړخ ،په تیرو دیارلسو کلونو کې  د مقاومت دچورلیز د  دفاعی او یرغلیزقدرت  او توانمنیو پر زیاتیدا ټینګار دی .

 هغه څه چې په لبنان کې  په تیرو دیارلسو کلونو کې رامینځة شوی دی ،د حزب ا...  له وجود سره  دځای امنیت رامینځةکیدا ده .  په داسې حال کې چې  حتی   دعربو مدعی هیوادونه په تیره بیا  سعودی عربستان ، خپل امنیت ،  له امریکاسره اړونده کړی  او په همدې دلیل هم واشنګټن ته ډیرزیات کلنګ ورکوی، لبنان،د حزب ا... ولسی غورځنګ   په شتون سره ،  دخپل  امنیت د تامینولو لپاره  له هیڅ یوه بهرنی قدرت سره اړوند نه دی .

په همدې بابد لبنان دحزبا...ولسیغورځنګ عمومی منشیوئیلی دی،دیارلس کلونه کیږی چې  لبنان په امنیّت کې دی،هغه امنیت ،چې په لبنان کې موجود دی ،پخپله لبنانیانو رامینځةکړی دی .

د ۳۳ورځنی جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د سیدحسن نصرا...مرکه

 هغه دخپلو  خبرو  په یوې برخې کې  ټینګار کړی،که حزب ا...غورځنګ نه وائ ،نو د لبنان د قدرت یو رکن  به نه ؤ ::: په حقیقت کې  هغه څه چې  دلبنان  امنیت تصمینوی ،  په دغه هیواد کې د حزب ا...ولسی غورځنګ  وجود او دهغو د توانمنیو پیاوړتیا ده .

 له حزب ا...غورځنګ سره د امریکا د دښمنۍ اصلی علت هم په دې کې دی،چې له یوۀپلوه حزب ا... له واشنګټن سره دلبنان داړوندوالی خنډ شوی او له بل پلوه  د حزب ا.. قدرتمنیدا، د اسرائیلو د  اندیښنې اوګواښل کیدا لامل شوی ده .یوه داسې موضوع ، چې  امریکا  هم پرې اعتراف کوی .همدې وضعیَت ته په پام سره ده چې  امریکا نه یوازې حزب ا... بلکې د لبنان د پارلیمان  یو شمیر غړی ، چې  له  حزب ا... سره اړونده دی ،  دخپلو بندیزونو په لیسټ کې راوستی دی .په همدې بابد سید حسن نصر ا.. وئیلی دی ، حزب ا... غورځنګ  له اتیایمې لسیزې څخه راپه دې خوا د امریکا دبندیزونو په لیسټ کې دی . مقاومت ، له بندیزونو سره سره لازیات قدرتمند شوی دی .نوی موضوع دا ده چې  دپارلیمان استازی  د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات شوی دی او دا دلبنان د دحکومت او د پارلیمان سپکاوی دی .

د سیدحسن نصر ا...په څرګندونو کې دریم مهم ټکی، د مقاومت دچورلیز په ګټه په سیمې کې د انډول بدلیداده .په لویدیځی آسیا سیمې کې نن سبا د مقاومت چورلیز په داسې وضعیّت کې دی ،چې  هیڅ یو قدرت ددغه چورلیز د غړو یا لوبغاړو په ضد حمله نشی کولی . په باب  سید حسن نصر ا...څو ټکو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ،مقاومت په تیرو دیارلسو کلونو کې هغه که دکیفیّت له پلوه وی او که دکمیّت  له پلوه ، په پراخ ډول ئې پرمختګ  کړی او دا داسې شی دی چې  اسرائیل هم ورباندې اعتراف کوی . دوهم دا چې په ۲۰۰۶کال کې  په بنت جبیل کې مو ووئیل،چې اسرائیل  دعنکبوت له ځالې هم ډیر کمزوری دی او په تیرو دیارلسو کلونو کې په دغې خبرې زه نور هم ډیر ډاډمن شوی یم .

 د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی دڅرګندونو یو بل چورلیز،د پیړۍ د معاملې پر ناکامۍ ټینګار دی .سید حسن نصر ا...دبحرین دغونډې په ناکامۍ د جراډ کوشنر  تلویحی اعتراف تهپه اشارې سره ووئیل،مونږ ایمان لرو چې دپیړۍ معامله به حتما ماته خوری .تاسو به هیڅکله هم هیڅ یو فلسطینی،یا مسلمان،یا مسیحی اوحتی عرب ونه وینئ،چې اسرائیلو ته

مسیحی اویا اسلامی سپیڅلتیاؤ له ورکولو سره پُخلاشی او دا د پیړۍ د په معاملې کې اصلی کمزوری ټکی دی .

د ۳۳ورځنی جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د سیدحسن نصرا...مرکه

له ایران سره د امریکا ترینګلتیاوې،په دغې مرکې کې د سید حسن نصرا...دڅرګندونو یو بل چورلیز ؤ .د ایران او امریکا او دهغې دمتحدانو ترمینځ په وروستیو میاشتو کې تاؤتریخوالی زیات شوی دی .د لبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی باوری دی،چې دغه تاؤتریخوالی د جنګ سبب نه کیږی،ځکه ایران به هیڅکله هم له امریکا سره د جنګ پیلونکی نه وی او امریکا هم پوهیږی ،چې له ایران سره به جنګ ډیر لګښت ولری .د سید بزرګوار له نظره ددغه جنګ یو لګښت دا دی،چې د ایران په ضد جنګ یعنی په درستې سیمې کې ددغه جنګ پیلیدا ده .په درستې سیمې کې جنګ ، یعنی په سیمې کې د امریکا دپوځی مرکزونو اواډو او دهغې د متحدانو په شیشت کې راوستل دی .

د ۳۳ورځنی جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د سیدحسن نصرا...مرکه

د حزب ا.. ولسی غورځنګ د عمومی منشی له نظره،امریکا هرڅه زیاته، د اسرائیلو په فکر کې ده او د واشنګټن لپاره د عربو متحدانو امنیت له اسرائیلو څخه له کمې مرتبې کې مهم دی . سید حسن نصر ا... په دې هم وئیلی دی،د سعودی عربستان په نابودۍ ګواښل،د ایران په ضد دجنګ خنډ نه دی، بلکې هغه شی چې جنګ ته د امریکا د دنګلو خنډ کیږی ،دادی ، چې د ایران په ضد دجنګ د لمبو په دایرې او دغه راز د مقاومت دچورلیز په شیشت کې ئې درست ځواکونه او ګټې او هم اسرائیل راځی .

http://parstoday.com/

 

captcha