د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر عبدا... عبدا...، د ملي امنیت د تیر سلاکار محمد حنیف اتمر او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار انتخاباتي ټیمونو د دغه هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګډون لپاره په نزدې راتلونکي کښې د یو سیاسي ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.
افغان سرچینو ویلي چې دغو دریو انتخاباتي ډلو پرون ویلي دي چې د دوي ائتلاف د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو، په هغو کښې د درغلۍ د مخنیوي او همداشان د حکومت د غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره جوړیږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د روان میلادي کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شي.