IQNA

د پاکستان وزیراعظم د ایران د راپارولو د بدو پایلو په هکله خبرداری ورکړ

1:05 - July 25, 2019
د خبر لمبر: 3482313
نړیواله ډله: د پاکستان وزیراعظم خبرداری ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د راپارولو په لړ کښې هرډول اقدام به ناوړه پایلې ولري.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عمران خان پرون په واشنګټن کښې د امریکې د صلحې په موسسه کښې په یوه وینا کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هیواد اړیکې دوستانه او معقولې وبللې او خبرداری یې ورکړ چې د اسلامي ایران د چیړلو او پارولو په موخه هر ډول کار به ډیر بد نتایج ولري.
د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه: ډیر هیوادونه په سیمه کښې د احتمالي جنګ د غمیزې له ژوروالي بې خبره دي نو د دې لپاره هم د ایران اسلامي جمهوریت په داسې حالاتو کښې نه دي راوستل پکار چې نتیجه یې په سیمه کښې د نښتې سبب وګرځي.
عمران خان هم داشان څرګنده کړه: له ایران سره هر ډول نښته به د سیمې لپاره درنې او سختې پایلې ولري ځکه چې دا هیواد په خپلو ګاونډیانو کښې ډیر ملاتړي لري.
د ویلو ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان تیره شنبه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i83612
captcha