IQNA

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو کمیټې د آل خلیفه جنایتونه وغندل

23:37 - July 30, 2019
د خبر لمبر: 3482322
نړیواله ډله: د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو کمیټې د آل خلیفه رژیم له خوا د بحرین د دوو ځوانانو د اعدام په غندلو سره، د نړیوالو ټولنو له خوا دغه هیواد ته د حقیقت لټونکو ډلو د لیږلو غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو کمیټې د آل خلیفه رژیم له خوا د بحرین د دوو ځوانانو د اعدام په غندلو سره، د نړیوالو ټولنو له خوا دغه هیواد ته د حقیقت لټونکو ډلو د لیږلو غوښتنه وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائيه قوې د بشري حقوقو کمیټې پرون په یوه خبرپاڼه کښې د آل خلیفه رژيم په لاس د دوو بحریني ځوانانو له وژلو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د موجودو اسنادو او شواهدو له مخې د آل خلیفه رژیم مامورینو د ولسواکه نظام له ټینګښته د ملاتړ په پلمه په خپل سرې توګه د بحریني ځوانانو د نیولو په ترڅ کښې، په زوره ترې د اعتراف اخیستو لپاره یې هغوي په بوږنونکي ډول شکنجه کړې دي.
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو کمیټې د بحرین د مظلوم ولس خلاف د جنایتونو دوام د یو ظالم او غیرډیموکراټیک حکومت سمبول وباله او زیاته یې کړه: معناداره چپتیا او له آل خلیفه رژيمه د عربستان، انګلستان او امریکې په شان هیوادونو د ملاتړ دوام د بحرین له رژیم سره د هغوي د ملګرتیا ښودنه کوي.
د ویلو ده چې آل خلیفه رژيم تیره شنبه د خپلو ځپونکو اقداماتو په دوام کښې د بحرین دوه تنه سیاسي فعالان پانسي کړل.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i83722
بچوې: ایکنا
captcha