IQNA

د ايران په خلاف د اقدام په اړه امريکې ته د عمران خان خبردارے

15:30 - August 04, 2019
د خبر لمبر: 3482331
نړیواله ډله: د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکې لخوا له ايران سره د هر ډول تاوتريخوالي د زياتولو او يا په دغه هېواد باندې د حملې په اړه خبردارے ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان دې ته په اشارې سره چې په ايران باندې په حمله کښې د امريکې لخوا د هر ډول تېروتنه به سيمه د حمله کونکو لپاره به جبه ثابته شي وويل، امريکې ته پکار دي چې ايران د سيمې له نورو هېوادونو سره پرتله نه کړي او پکار دي دا خبره درک کړي چې په دغه هېواد حمله به د امريکې لپاره تر  څومره اندازې خطرناکه وي.

د پاکستان وزيراعظم په دوام کښې واضحه کړه چې خپلې ټولې هلې ځلې به په سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره وکاروي.

http://parstoday.com

captcha