IQNA

دافغانستان دسیاسی نظام پرسر معامله نه کیږی

12:23 - August 05, 2019
د خبر لمبر: 3482332
نړیواله ډله: زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو اترو په بهیر کښې ددغه هیواد سیاسی نظام د معاملې او سازباز وړ نه دی .

هغه د افغانستان دعسکرو په ټول کښې وویل هیڅوک شک ونکړی چې له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرو په بهیر کښې به د افغانستان داسلامی جمهوریت په سر معامله او سازباز ونشی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی زیاته کړه د افغانستان اسلامی جمهوری نظام په تیرو اتلسو (۱۸) کلونو  کښې بڼه خپله کړی ده او نړیوالو شرکاو هم د سولې دخبرواترو په بهیر کښې په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې دافغانستان د بریاو په ساتلو ټینګار کړی دی .

دافغانستان سیاسی نظام ددغه هیواد داساسی قانون پراساس دافغانستان اسلامی جمهوریت ټاکل شوی دی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دغه راز له حکومتی عسکرو وغوښتل اوازو ته غوږ مه اچوئ او طالبانو ډلې سره د  کابل د سولې دخبرو اترو تر پیلیدا پورې ددښمانانو ځپلو ته دوام ورکړئ .

دافغانستان دولسمشر اشرف غنی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې په قطر  کښې له طالبانو ډلې سره د امریکا د خبرو اترو اتم (۸) پړاو پرون د بندو دروازو شاته پیل شوی دی .

دامریکا او د طالبانو خبرو تراوسه دافغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .

http://parstoday.com

captcha