شریف الله شمس پرون په ایران کښې د افغانستان دهستوګنه ښاریزو او کډوالو د فوټسال لوبې د سیالیو د پرانیستلو په دستورو کښې چې د ایران په جنوب کښې دیزد ولایت په کوربه توب سره ترسره کیږی دې ته په اشارې سره چې همدا اوس د افغانستان ګڼ شمیر ښاریز په ایران کښې په کامل ارامښت سره ژوند کوی وویل له تهران سره د کابل اړیکې استثنایی دی .
د ایران دیزد والی محمد علی طالبی هم په دغو دستورو کښې په دې خبرې سره چې د افغانستان کډوالو له تیر وخت څخه د ایران او دیزد ولایت له خلکو سره ښې اړیکې لرلی دی وویل ایران او افغانستان په ډیرو چارو کښې ګډ تاریخ ، دین او مخینه لری .
دافغانستان حکومتی چارواکو تراوسه په ځلونو د افغان کډوالو د کوربه توب په خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت قدرونه کړی ده .
دملګروملتونو چارواکو هم په ځلونو کډوالو ته د ایران داسلامی جمهوریت د خدماتو په قدورنې سره ټینګار کړی دی ایران خپل سرحدونه ، ښوونځی ، پوهنتونونه او روغتونونه د کډوالو پرمخ خلاص کړی دی په دې ډول چې دغه کډوال د ایران دخلکو په شان له ټولو خدماتو او امتیازاتو برخور دی .