IQNA

د هند په خلاف پاکستانی کشمیر کښې د محصلانو مظاهرې

13:49 - August 30, 2019
د خبر لمبر: 3482376
نړیواله ډله: په زرګونو محصلانو او طالبانو، پرون، په پنځم شهریور د پاکستان د لاس لاندې کشمیر کښې د هند له اړخه د جامو او کشمیر خپلواکې او اختیارات لغو کولو خلاف مظاهرې ترسره کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د دیلی صباح نه په نقل، په دې مظاهرو کښې چې په مظفر آباد کښې پيل شوې، ګډون کوونکو «مونږ ازادی غواړو» شعار ورکولو سره د هند تر لاس لاندې په کشمیر کښې د انساني حقوقو نه سرغړونه محکوم کړو.
دا مظاهرې د پاکستان د لومړي وزیر له اړخه په نړیواله توګه د کشمیر ستونزه ته ارزښت ورکولو او اوچتولو ژمنه ورکولو نه یو ورځ ورستو پيل شوې.
هغه د سپټمبر ۲۷ تاریخ(۵ مهر) د ملګرې ملتونو سازمان په عمومي غونډه کښې د هند له اړخه په کشمیر ترسره شوې اقداماتو په اړه تقریر کړې وو.
په همدغه ډګر کښې، د پاکستان پوځ د هند له ځواکونو له اړخه د پاکستان د لاس لاندې په کشمیر کښې د دوه عمومي کسانو وژلو او نور درې کسانو ټپیان کولو باندې تور کړې.
پاکستان او هند له برېتانیا نه خپلواکۍ ترلاسه کولو نه دېخوا تر اوسه د کشمیر سیمې په سر څو ځله سره نښته کړې، د دغه دواړو هیوادونو ترمنځه شخړه د ۵اګست (۱۴مرداد) نه چې هند د کشمیر ځانګړې خپلواکۍ لغو کړې زیاته شوې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3838240
captcha