د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان د پخپل سره اعدام کولو چارو په ضمن کښې ځانګړې خبریال انیس کالامار د نایجیریا په پلازمینه ابوجا کښې په مطبوعاتي کنفرانس کښې د دغه افریقایی هیواد ناامني ته اشارې سره تاکید وکړ: دا ناامني په نایجیریا کښې د سخت بحران سبب ګرځې او د نیوکو مخنیوي ممکنه ده د افریقا نورو هیوادونو امنیت هم په خطر کښې واچه وې. نو ځکه دغې ته بیړنۍ درملنه ضرورت لري.
هغه د نایجیریا نه د خپلو مشاهداتو د دغه هیواد دوولس ورځنې سفر لومړي پایلو ګزارش وړاندې کولو سره، د نایجیریا کلي وضعیت ډېر اندېښنې ډک او ګډوډ وباله.
د سازمان ځانګړې خبریال زیاته کړه: پولیس او پوځ د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کښې په افراطی توګه خلک وژنې او سربیره پردې چې په دې مواردو هیڅ قضایي تعقیب شتون نه لرې، هیڅ سزا یی هم نشته.
کالامار تاکید وکړ: نایجیریا په پولیس، پوځ او په قضایي سیسټم کښې بدلون ته اړتیا لرې چې خلک یی د عدالت د نشتوالی له سببه د تاوتریخوالی نه ډک اعتراضاتو ته مخه و نکړې.
هغه د حد نه زیاته د دغه هیواد د دولت ځواکونو نه استفاده کول محکوم کولو په ضمن کښې تاکید وکړو: د دغه غورځنګ وسله یز کېدو او یا دا چې د نایجیریا لپاره یو ګواښ دی، هیڅ شواهد شتون نه لرې.
انیس کالامار د دغه ډلې فعالیت باندې بندیز د منلو وړ وباله او وې ويل دا بندیز د هغه څه پر اساس چې حکومت یی تصور لرلو چې اسلامی غورځنګ به یی ترسره کړې عملی شوې دې. نه د هغه څه پر اساس چې دغه غورځنګ تر اوسه عملي کړې دې.
د نایجیریا حکومت تېره میاشت د نابجیریا اسلامی غورځنګ چې شیخ ابراهیم زاکزاکی یی لارښود دې او له یوې مودې رسې بې له حکمه بندې وو، د فعالیتونو د بندیز اعلان کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3839615