IQNA

د کشمیر د خلکو د زندان په سملاسی لغوه کولو د نړۍ د پنځوسو هیوادونو د استازیو ټینګار

16:14 - September 13, 2019
د خبر لمبر: 3482391
نړیواله ډله: د ارتباطی کرښو غوڅول ، په کشمیر کی د پوځی حکومت له لارې د خلکو په کورونو کی بندی کول د نویو شرایطو د منلو لپاره د خلکو تر دباو لاندې راوستلو لپاره د هند حکومت په اقداماتو کی شامل دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د کمیټۍ څه د پاسه ۵۰ غړیو د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د خلکو د کورنۍ جیل د سملاسی لغوه کولو غوښتنه وکړه . د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د کمیټۍ په غونډه کی د پنځوسو هیوادونو استازیو د یوې بیانیې په صادر ولو سره د هندی عسکرو په لاس د کشمیر د خلکو د کورنۍ زندان او پوځی حکومت د سملاسی لغوه کولو غوښتنه وکړه . په دغه بیانیه کی کشمیر ته د تلونکیو لارو د خلاصولو او سیاسی بندیانو د خوشی کولو په ضرورت په ټینګار سره  د هند له حکومته غوښتل شوی دی چی په کشمیر کی ازاده ټول پوښتنه ترسره کړی .د هندی عسکرو په وسیله د کشمیری اولس په کورکی په زوره زندانی کولو کابو ۴۰ ورځې تیریږی او دس یمې خلک په ډیرو کړکیچنو شرایطو کی دی  .
دملګرو ملتو د بشری حقوقو د کمیټۍ د لسګونو غړیو   بیانیه او له هندی حکومت د هغو غوښتنه د کشمیر د کورواکۍ له ختمولو وروسته د کشمیر په خلکو د نوی ډیلی له زیاتیدونکیو دباونو د نړیوالې ټولنې د اندیښنې ښودنه کوی .
له دې وروسته چی د هند حکومت او پارلیمان د کشمیر کورواکی ختمه کړه ، د واکمن ګوند چارواکو د کشمیری اولس پرضد د هر اړخیزه دباو د سیاست په غوره کولو سره  په لټه کی شول چی په زوره هغو نویو شرایطو منلو ته مجبوره کړی .
د ارتباطی کرښو غوڅول ، په کشمیر کی د پوځی حکومت له لارې د خلکو په کورونو کی بندی کول د نویو شرایطو د منلو لپاره د خلکو تر دباو لاندې راوستلو لپاره د هند حکومت په اقداماتو کی شامل دی .
د هند دولت  چی د کشمیر د کورواکی د ختمولو له جنجالی فیصلې وروسته د کشمیری اولس له پراخ اعتراض او غوسې سره مخامخ شوی دی  ، دا خیال کوی چی په هر اړخیزه دباو او زور له اوزاره په استفادې سره  کشمیریان کنټرولې شی  او د امکاناتو په غوڅولو او د بیلا بیلو خدماتو په بندولو سره هغو دنویو شرایطو منلو ته مجبورولې شی .
دا په داسې حال کی ده چی د کشمیر په خلکو په دباو په تیره بیا د هغو د لومړنیو حقوقو په ضایع کولو د هند دولت اقدامات له نړیوالو مخالفتونو سره مخامخ شوی دی چی د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د کمیټۍ د لسګونو غړیو بیانیه د نوی ډیلی لخوا د کشمیر د کورواکۍ  په لغوه کولو د نړیوالو د منفی غبرګونونو یوازې یوه برخه ده .
له دې سره سره چی هندوستان هڅه کوی د کشمیر دوسیه نړیواله بڼه غوره نکړی  او نړیواله ټولنه پکې ورګډه نشی ، خو د کشمیر اولس د لومړنیو حقوقو ضایع کول اوهغو پرضد پراخ دباونه د بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو او هیوادونو د منفی غبرګونونو سبب شوی دی .
داسې ښکاری د کشمیر د کورواکۍ په ختمولو کی د هند دولت په جنجالی فیصلې د نړیوالو غبرګونونو زیاتیدا دقیقا هماغه څه دی چی د پاکستان خلک او حکومت یې تعقیبوی .
د هند په غندلو کی د اروپا د پارلیمان وروستی دریځ او د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د کمیټۍ د لسګونو غړیو بیانیې ته په پام سره  د هند واکمن ګوند دغو غبرګونو نو ته له پامه پرته هماغه راز په کشمیر کی خپل په زوره سیاست ته دوام ورکړی ، ځکه چی ممکنه ده د دغه سیاست د دوام له امله له سیاسی او حقوقی پایلو سره مخامخ شی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i84597

captcha