IQNA

 په کشمير کښې عادي شرایط بېرته راوستلو لپاره د هند لوي محاکمې امر

17:17 - September 17, 2019
د خبر لمبر: 3482400
نړیواله ډله: د هند لوي محاکمې د دغه هیواد حکومت ته حکم ورکړې چې په کشمير کې دې هرڅومره زر وې عادي ژوند بېرته وګرځه وې.

د ایکنا راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د هند جامو او کشمير سیمې خپلواکې لغو کولو ۴۲ ورځ او د دغه سیمې زیاتې برخې تعطیل کولو په اړه د هند لوي محاکمې د دغه هیواد له حکومت نه غوښتنه کړې چې هرڅومره زر وې عادي حالت بېرته را وګرځه وې.
د هند حکومت په ۵ اګست(۱۴ مرداد) د کشمير سیمې خپلواکې لغو کړې وه او د دغه سیمې ځینو برخې یی د سخت څارنې لاندې ساتلې وې او د اړیکو ټولې لارې بندې کړې وې. له دغه محدودیتونو ځنې کم شوې خو ولی د ټیلیفون خط په ټول کشمير کښې بند دې او په زرګونه کسان بندیوان دې.
د هندوستان د سترې محاکمې مشر رنجان ګوګوی د کشمیر په اړه ځنې شکایتونه اورېدو نه ورستو د درې قاضیانو ډلې له اړخه وویل: مونږ حکم ورکوو چې څومره زر وې د جامو کشمير حالت دې عادي کولو لپاره هڅې عملي شی. محاکمې مخکې اعلان کړې وو چې چارواکی د کشمير حالات بېرته عادي کولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لرې.
د هند سترې محاکمې یو قاضی شراد آرویند بوبده هم علان کړې: د کشمیر سیمه چې له دریو لسیزو تر اوسه شخړو کې ډوب ده او په کې زرګونه کسان وژلې شوې اوس نور هم سختو حالاتو سره مخامخ ده.
http://iqna.ir/fa/news/3842630
captcha