IQNA

ظریف له افغانستان او پاکستان سره د ایران اړیکی سټراټیجیکې وبللې

15:48 - October 06, 2019
د خبر لمبر: 3482430
نړیواله ډله: له افغانستان ، پاکستان ، روسیې ، ترکیې او قطر سره د ایران اړیکی ډیرې ښې دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف نن په تهران کی د اسلامی شورا د استازیو په ټول کی وویل له افغانستان ، پاکستان ، روسیې ، ترکیې  او قطر سره د ایران اړیکی ډیرې ښې دی .

ظریف له افغانستان او پاکستان سره د ایران اړیکی سټراټیجیکې وبللې او زیاته یې کړه ایران په  سیمه کی هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی چی ترهه ګر د هغو له خاورې د خپلو ګټو د تامینولو لپاره استفاده وکړی .

ښاغلی ظریف همدراز د افغانستان داخلی وضعیت ته په اشارې سره وویل  ایران د افغانستان د ټولو لورو په شتون سره د سولې د ټینګولو غوښتونکی دې .

https://parstoday.com

captcha