IQNA

د لندن په موزه کې د عثماني انځورګره قرآني انځورونو نندارتون

22:11 - October 06, 2019
د خبر لمبر: 3482432
نړیواله ډله: د لندن په بریتاینا موزه کښې د ترکي د نور لسمې پېړۍ د انځورګر یو اثر چې یوه نجلۍ د قرآن لوستلو په حالت کښې انځور جوړ کړې نندارې ته وړاندې کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د دهلی صباح نه په نقل، دا انځور د عثماني نور لسمې پېړۍ د انځورګر عثمان حمدی بیګ اثر دي چې څو ورځې وړاندې د مالیزیا د اسلامی هنرونو موزه هغه په ۷ ملیون او ۴۰۰ زره ډالرو باندې نیلام شوې وو اخیستلې دې.
دا انځور چې په کال ۱۸۸۰ کې جوړ شوې په یو اسلامی ماحول کښې یوه نجلۍ د قرآن کریم د لوستلو په حالت کښې ښودلې شوې ده. د اسلامی معماري او د جامو طرحه د دغه انځور یو ارزښتمنه برخه ده.
د بریتانیا موزه د نندارتون د آثارو مشرې جیولیا تاګول د «له شرق نه الهام اخیستونکې: څه رنګه اسلامی نړۍ د غرب په هنر اثر اچولې» عنوان لاندې وویل: دا انځور په دې برخه کښې یو ارزښتمنه اثر دي.
هغې زیاته کړه: د حمدي بیګ انځورونه ډېر په ښه توګه د غرب او شرق تعامل په نښه کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3847294
captcha