IQNA

په اندونیزیا کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله موزه جوړېږي

22:29 - October 12, 2019
د خبر لمبر: 3482438
نړیواله ډله: ډېر زر په اندونیزیا کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله تاریخي او د اسلامي تمدن موزه جوړېږي.

د ایکنا راپور له مخې، له اندونیزیا نه؛ د دغه موزې جوړولو سره له عربستان نه ورستو اندونیزیا به هغه هیواد وې چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د رسالت تاریخی او د اسلامي تمدن موزه ولري.
دغه موزه به د ډیوک ښار په چیمنګیس سیمه کښې، د اندونیزیا په اسلامی نړیواله پوهنتون پردیس سره نږدې د غربي جاوا یا په تامان مینی مینیا توري ښار کې جوړېږي.
د اندونیزیا جومات شورا په دغه برخه کښې، د مسلمانانو نړیواله انجمن او د اسلام اوقاف بنسټ، په دې ورستو کښې د مرستې د تفاهم یاداشت په جده کښې د مسلمانانو نړیواله انجمن په دفتر کښې لاسلیک کړو.
په دې وخت، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د تاریخ او د اسلامي تمدن موزه په مدینه کښې شتون لرې او اندونیزیا پرته له عربستان نه لومړي هیواد به وې چې د دغه موزه برخمن به شې.
https://iqna.ir/fa/news/3849252
captcha