IQNA

د پاکستان څه دپاسه یولک حسینی زیارتوال له میرجاوې پولې راتیرشوی

16:11 - October 16, 2019
د خبر لمبر: 3482446
نړیواله ډله: په وروستیو شپو ورځو کې د حسینی اربعین د زیارتوالو رسمی احصائې او میدانی ارزونې او راپورونه ددې ښودنه کوی،چې د حسینی اربعین د زیارتوالو شمیر د تیر کال په نسبت په اوڅاره توګه ډیر زیات شوی دی .

د ایکنا راپور له مخې،،د ایران دجنوب ختیځ سیستان او بلوچستان والی  احمد علی موهبتی  بیګا له پاکستان سره سرحدی سیمې میرجاوې  ته تللی  او ددې خبرې په کولو سره چې تر پرون پورې  څه دپاسه یولک لس زره پاکستانی زیارتوال  چې د حسینی  اربعین په سپیڅلو دستورو کې د ګډون لپاره  کربلا ته روان دی ، ایران ته  دا خل شوی ، زیاته کړې ،د زیارتوالو  زیاتې اندازې ته په پام سره باید  په میرجاوې سرحدی سیمې کې  او  په لارو کې د خدماتو لپاره په جوړو شوو  موکبونو کې امکانات او خدمات  نوره هم ښه کیږی  او  د راتلونکو کلونو لپاره به لازیات پراخ شی .

په لکونو مسلمانان او دنورو دینونوپه زرګونو پیروکار، له څو ورځو راهسې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت   د څلویښتۍ یا اربعین  پرتمینو دستورو  او دغه راز دنجف   اوکربلا ترمینځ دکابو اتیا کلومیټره لارې په پلی کچ کولو لپاره  ځانونه  کربلا معلی ته رسوی  او وئیل کیږی چې تر دې دمه  کربلا ته څو میلیونه خلک رسیدلی دی ږ

https://parstoday.com

captcha