د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډی نه په نقل، د کربلا د سپیڅلی پاڅون د سالار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو دڅلویښتۍ یا اربعین شاندارې دستورې نن په ټوله نړۍ په تیره بیا د حضرت امام حسین علیه السلام په سپیڅلي حرم کربلا معلی کښې په ډېرې اعلی طريقې سره نمانځل کیږي. د ایران اسلامی جمهوریت هم له څو ورځو راهسې د اربعین د دستورو په ویر او ماتم کښې ډوب دے او دغه رنګ د کربلا د زیارتوالو په خدمت کښې له هيڅ کوششه ډډه نه کوي . ویل کیږی چې دپاکستان ،افغانستان ،آذربایجان جمهوریت او د نړۍ له نورو هیوادونو په ميلينونو زیارتوالو د ایران له لارې او همدارنګ د هوا له لارې ځانونه کربلاته رسولي دي . له دې سره په یووخت په ډیرو هیوادونو او په ټول ایران کښې په دې مناسبت لاریونونه ترسره کیږي . په رپوټ کښې راغلي دي چې د تهران له مختلفو سيمو نه د حضرت عبدالعظیم حسني عليه السلام تر حرمه پورې نن د اهل بیت علیهم السلام د هغو لکونو مینه والو شاندار لاریون ترسره کیږي چې کربلا ته له تلو پاتې شوي دي .
نن د صفرې د مياشتې د شلمې يعنې د حضرت امام حسين (ع) او هغه حضرت د وفادارو ملګرو د اربعين يا څلوېښتۍ په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتياليو انسانو او په خاصه توګه تاسو ټولو ته د زړه له کومې تسلیّت وايوو.