IQNA

د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سپکاوې پر ضد د بنګلادېشي مسلمانانو لاریونونه/ څلور کسان مړه

9:28 - October 23, 2019
د خبر لمبر: 3482461
نړیواله ډله: د بنګلادېش مسلمانانو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د یو هندو سړې له اړخه سپکاوې پر ضد د دغه هیواد په بېلا بېلو سیمو کښې لاریونونه ترسره کړ چې د پولیسو بریدونو سهر مخامخ شو او کم نه کم څلور کسان په دغه لاریونونو کښې مړه شو.
د ایکنا راپور له مخې، اسپوتنیک نه په نقل، د یو هندو سړې له اړخې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه  و آله سپکاوي په خلاف د بنګلادېش په بېلا بېلو سیمو کښې مسلمانانو لاریونونه ترسره کړ.
په دغه لایونونو کښې چې د بنګلادېش د پولیسو او د امنیتي ځواکونو بریدونو سره مخامخ شول، کم نه کم څلور کسان مړه شول او تقریبا ۵۰ کسان نور یی ټپیان کړ.
د بنګلادېش پولیس ادعا کړې چې په لاریون کوونکو ډزې په خپلې دفاع کې کړې دې او یو شمېر ټپیان له پولیسو څخه دې.
یادښتونه، په ورستیو کښې یو هندو سړې په خپل مقاله کې چې د فیس بک له لارې یی خپره کړې وه د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سپکاوې کړې وو چې د بنګلادېش مسلمانانو قهر او غصه یي راپورته کړې وه. د بنګلادېش مسلمانانو د سپکاوې کوونکې کس د اعدام غوښتنه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/3851233
captcha