IQNA

د ترکیې زړه روښانه د ټول قرآن حافظه شوه

9:05 - October 30, 2019
د خبر لمبر: 3482480
نړیواله ډله: د ترکیې د ختای ولایت د اسکندرون ښار په سیمه کښې مېشته ۳۱ کاله زړه روښانه زینب اسراء د اوریدو له لارې ټول قرآن حفظ کړو.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اوکور کورنۍ له پینځو ماشومانو زینب اسراء چې د اوریدو له لارې یی ټول قرآن کریم حفظ کړې تر اوسه څو ځله د قرآن کریم ختم کړي دي.
هغې څلور کاله وړاندې د د نجیلو ځانګړې د قرآن کریم زدکړو په دورې کښې ګډون کړې وو او د کورنۍ په مرستې سره یی قرآن کریم به اوریدو وتوانیده چې ټول قرآن کریم حفظ کړې.
همدارنګه زینب اسراء وتوانیده چې په ۲۰۱۷ کال کښې د قرآن کریم د حافظانو آزمون چې د ترکیې په قیصري ښار کې ترسره شوې و، بریالیتوب سره ترسره کړې.
د ترکې دغه زړه روښانه نجلۍ د قرآن کریم د حفظ په اړه وویل: د قرآن کریم حفظ کولو لپاره ما ډېره زیاته هڅه وکړه او د اورېدو له لارې مې دغه ځانګړې او سپځلې کتاب حفظ کړو.
https://iqna.ir/fa/news/3853222
captcha