IQNA

د افغانستان ولس دې دمیلاد او وحدت اونۍپه سیوری کې یوموټی شی

15:19 - November 12, 2019
د خبر لمبر: 3482495
نړیواله ډله: د افغانستان د اهل تسنن دغه ستر دینی عالم مولانا ابراهیم فاضل حسینی وئیلی دی د افغانستان د نه پرمختګ اصلی عامل تفرقه او درز دی او لویدیځوال ورځینی د خپلو سپیرو موخو لپاره استفاده کوی .

د ایکنا راپور له مخې، اسلامی مذهبونود نزدې والی د عالی شورا غړی مولانا ابراهیم فاضل حسینی د اسلام د ګران پیغمبر د نیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره د افغان ولس پر یووالی او اتحاد ټینګار کړی دی .

د افغانستان د اهل تسنن  دغه ستر دینی  عالم مولانا ابراهیم فاضل حسینی وئیلی دی  د افغانستان   د نه پرمختګ  اصلی عامل  تفرقه او درز دی او لویدیځوال  ورځینی د خپلو سپیرو موخو لپاره  استفاده کوی .

مولانا فاضل منلې  ده چې  افغانستان  له پرمختګونو محرومه دی ، نو یوازې  د اختلافاتو اوتفرقې  په خاطر دی،چې په دغه هیواد کې رامینځة شوی .

د افغانستان ولس دې دمیلاد او وحدت اونۍپه سیوری کې یوموټی شی

هغه ټینګار کړی،نن سبا د افغانستان د ملت  د نجات او نیکمرغۍ یوازینۍ لاره  اتحاد او یووالی دی او افغان ملت دې په  فرقه پالنې او ډلبندیو پسې  نشی  او خپل فکر ذکر دې  ددغه جنګ ځپلی هیواد  آبادونې ته ورواړوی . هغه کسان چې  د افغانستان په مسلمان امت کې  په اختلافاتو او درز پسې دی ، په چورلټ ډول د پرَدیو تالی څټی دی او په دغه کار کې د خپلو ګټو ساتل وینی  او په همدې خاطر  ددغه هیواد په بیلابیلو مذهبونو  او پرګنو کې  د تفرقې او اختلافاتو په رامینځةکولو پسې دی څو له دې لارې  خپلو موخو ته چې هماغه پر اسلامی امت سلطه  ده ورسیږی .

https://parstoday.com

captcha